هرات کې ۶۰ راستنو شویو کورنیو ته د ځان‌ بسیاینې په موخه د ۲.۱ میلیون افغانیو مرستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۲۰:۲۹
H

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د مرکز ترڅنګ په ګذره او انجیل ولسوالیو کې ۶۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ۲.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ځان‌ بسیاینې په موخه توکي ووېشل شول.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د کوچنیو کاروبارونو د پيل لپاره اړین توکي، لکه خیاطي، ګلدوزي، لاسي صنایع، قصابي او د موبایلونو د ترمیم وسایل، د ۳۵ زره افغانیو په ارزښت ورکړل شول.

تمه ده د دې مرستو له لارې یادې کورنۍ د عاید دوامدارې سرچینې ترلاسه کړي او پر نورو یې تکیه راکمه شي.

افغاني سره میاشت د راستنو شویو هېوادوالو د ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۴۶
Background image

دایکندی؛ هزاران بیمار از خدمات صحی هلال احمر افغانی بهره‌مند شدند

پنج‌شنبه، ۲۲ شوال ۱۴۴۷ 

کارمندان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت دایکندی به ١٤٨٢ بیمار خدمات صحی مانند: توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۷
Background image

پنجشیر؛ به مشکلات صحی هزاران بیمار رسیدگی شده است

چهارشنبه، ۲۱ شوال ۱۴۴۷ 

کارمندان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت پنجشیر به ٢٦٤٧ بیمار خدمات صحی مانند: توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

پنجشير؛ د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

چهارشنبه، ٢١ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پنجشير ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٦٤٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS