هلمند کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه
سې شنبه، ۱ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې ۲ کمپلې، ۶ شړۍ او ۴ د اوبو بوشکې شاملې وې.
