کونړ کې پر بزګرانو ۲۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
پنجشنبه، ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله پر ۱۰۰۰ زیانمنو شوو بزګرانو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو کچې د لوړوالي په موخه پنځه ویشت میلیونه (۲۵،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هر بزګر ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم په مرورې ولسوالۍ کې پر ۷۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو اتلس میلیونه او اووه سوه پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.
