پکتيا؛ د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې سلګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي

دوشنبه، ١٠ صَفَر ۱۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې اړوند د پکتيا ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ١٨٠ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي ﷺ، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپيوټر برخو کې د زده کړو زمينه برابره شوې.
یاده موده کې ٣٥ تنه زده کونکي د زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ او پاتې ١٤٥ تنه لا هم په زده کړو بوخت دي.