د رونټيا پیاوړي کولو او د فساد پر ضد د تګلارې درې ورځنى روزنيز ورکشاپ پيل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۳:۱۹
د رونټيا پیاوړي کولو او د فساد پر ضد د تګلارې درې ورځنى روزنيز ورکشاپ پيل شو

یکشنبه، ۹ صَفَر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې مياشتې مرکزي دفتر کې د مالي، داخلي پلټنې، کارکوونکو چارو ریاستونو او کنټرول امریت یو شمېر کارکوونکو ته په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ د روڼتیا پیاوړي کولو، فساد او درغلۍ پر وړاندې د مبارزې تګلارې د مسودې تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو. 
د ورکشاپ په پرانیسته کې د داخلي پلټنې د ریاست رئیس ښاغلي مولوي محمد نسیم احمدي د اسلام له نظره د فساد د دنیوي او اُخروي زیانونو او مخنيوي لارو چارو په هکله وینا وکړه، نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، څو د دندو په ترسره کولو کې، له فساد، درغلۍ او سستۍ څخه ځان وساتي، د بشپړ اخلاص او ریښتینولۍ له مخې سپارل شوي مسئولیتونه پر مخ یوسي. 
ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د فساد او درغلۍ په مخنیوي کې د کارکوونکو د رول، ادارې او کارکوونکو ته د فساد زیانونو او همدا راز اړونده مسئولینو ته د فساد راپور ورکولو د میکانیزمونو په اړه روزنه ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

ارائه خدمات صحی به هزاران تن هموطنان در ولایت خوست

دو شنبه، ۱۰ صَفَر ۱۴۴۷
کارمندان صحی هلال احمر افغانی، طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه جات مختلف ولایت خوست، برای ۱۵۷۸۳ تن از بیماران خدمات صحى از قبیل؛ معاینات و فراهم نمودن ادویه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۰:۴۵
Background image

پکتیا؛ صدها دانش‌آموز در مرکز آموزشی جوانان و رضاکاران مصروف آموزش‌ هستند

دوشنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۷ هجری قمری
مرکز آموزشی جوانان و رضاکاران هلال احمر افغانی در ولایت پکتیا، طی سه ماه گذشته برای ۱۸۰ دانش‌آموز زمینه آموزش در بخش‌های مختلف مانند: تعلیمات اسلامی، سیرت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

ورکشاپ آموزشی سه‌روزه، پالسی مبارزه با فساد و تقویت شفافیت آغاز شد

یک‌شنبه، ۹ صَفَر ۱۴۴۷
در دفتر مرکزی هلال احمر افغانی، ورکشاپ سه روزه‌ آموزشی تحت عنوان "مسوده پالیسی تقویت شفافیت و مبارزه با فساد و تقلب" برای شماری از کارمندان ریاست‌های مالی، تفتیش. . .

BACK TO NEWS