د ملي ټولنو نړیواله ورځ د ( بشریت تر څنګ ) شعار لاندې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۸:۱۶
خبر

د ملي ټولنو نړیواله ورځ د ( بشریت تر څنګ ) شعار لاندې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه!

نن پنجشنبه، د ذوالقعدې میاشتې پر ۱۰مه، چې د مې میاشتې له اتمې سره سمون لري، د یادې نړیوالې ورځې لمانځغونډه د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د چارو ادارې لوی رئیس، د چاپيریال ساتنې ملي ادارې سرپرست،  علماوو،  په افغانستان کې د  آی سي آر سي، نړیوال فدراسیون او نور ملي ټولنو مسؤلینو، مرکزي رئیسانو او کارکوونکو په شتون کې ولمانځل شوه.

د غونډې په پيل کې ګډونوالو ته ‏د یادې ورځې په مناسبت د ا.ا.ا د ښاغلي رئیس الوزرا ملاتړیز پيغام د چارو ادارې د لوی رئیس ښاغلي شیخ الحدیث نورالحق انور له لوري واورول شو  چې په کې افغاني سره میاشت اړمنو او بې سرپرستو وګړو ته د بشري خدماتو د ترسراوي او انساني همدردۍ برخه کې یو اغېزمنه ټولنه یاده شوې وه او هم یې له ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې وه، څو له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو او مستحقو وګړو د لاسنیوي او هغوی ته د کار د  زمینې برابرولو برخه کې لا ډېرې مرستې وکړي. 

ورپسې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک د افغاني سرې میاشتې له لوري اړمنو وګړو، کونډو، يتیمانو او راستنو شویو کډوالو ته د غوره او اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو ډاډ وړاندې کړ او په ټول هېواد کې یې مستحقو وګړو ته ترسره کېدونکي بشري خدمات له توپيري چلند، تعصب او تبیعض څخه لرې یاد کړل.

همدا راز ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې له لوري په بېلابېلو برخو کې د وړاندې کېدونکو بشري خدماتو په تړاو تفصیلي او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او هم یې پدې برخه کې له کورنيو او بهرنيو خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او شتمنو وګړو څخه غوښتنه وکړه څو له دې خیریه ملي ټولنې سره خپلې مرستې لا پراخې کړي.

ورپسې د چاپيریال ساتنې ملي ادارې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي  مولوي مطیع الحق خالص د ملي ټولنو نړیوالې ورځې د لمانځنې او د ملي ټولنو د رامنځ ته کیدو د اړتیا او د فعاليتونو په هکله لازم او هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او هم یې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل څو خپلو تګلارو ته تغير ور کړي او بشري مرستې له سیاست لرې وساتي.

غونډه کې په افغانستان کې د اى سي آر سي او د نړيوال فدراسيون مسؤلینو له افغاني سرې میاشتې سره پر بشري خدماتو او د دې ملي ټولنې له لارې د اغېزمنو او چټکو خدماتو د وړاندې کولو ترڅنګ پر ګډ کار او غوره همغږۍ ټينګار وکړ. 

په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال په ټوله نړۍ کې د طبیعي او غیر طبیعي آفاتو او ناخوالو پر وړاندې د بشر ستونزو ته پر وخت رسیدنه او ځواب وینه د ټولو ملي ټولنو ګډ مسئولیت یاد کړ او هم یې د غورځنګ د غړو ټولنو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ کچې د لوړېدو او د بشري خدماتو د پياوړتيا لپاره د وروسته پاتې هېوادونو د ملي ټولنو د تقویت او ځواکمنیتا برخه کې یې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

یاده پرتمینه غونډه د ښاغلي شیخ الحدیث مولانا میر محمد فاروق الهاشمي  له لوري د دعایې په لوستو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۷:۹
Background image

ورکشاپ آموزشی سه روزه در مورد دسترسی مصؤن برگزار شد

دوشنبه، ۱۲ جمادی‌الاولی ۱۴۴۷
ورکشاپ آموزشی سه روزه در مورد "دسترسی مصؤن" برای ۲۰ تن از کارمند مرکز و زون های ساحوی ریاست محافظت و مصؤنیت هلال احمر افغانی با حمایت آی سی آر سی آغاز شد.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۲۵
Background image

سمنگان؛ در ۳۰ روز گذشته به هزاران تن از هم‌وطنان خدمات گسترده‌ی صحی ارائه شده است

یک‌شنبه، ۱۱ جمادى الأولى ١۴۴٧
کارمندان صحی هلال احمر افغانی در ۳۰ روز گذشته به ۳۴۲۶ بیمار در ولسوالی‌ها و قریه های مختلف ولایت پروان خدماتی مانند؛ معاینه و توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۹
Background image

برای ۵۰ زن بی‌سرپرست در کندز کمک نقدی توزیع شد

شنبه، ۱۰ جمادی‌الاول ۱۴۴۷
هلال‌احمر افغانی مبلغ مجموعی هشت صد و بيست و پنج هزار (۸۲۵٬۰۰۰) افغانی کمک نقدی را برای ۵۰ زن نیازمند و بی‌سرپرست در نواحی مختلف شهر کندز توزیع کرد. این زنان. . .

BACK TO NEWS