د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د آی سي آر سي نړيوالې کميټې له عمومي مسٸول سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۶:۳۶
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د آی سي آر سي نړيوالې کميټې له عمومي مسٸول سره وکتل!

نن شنبه د شعبان د میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن ددې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې د آی سي آر سي نړيوالې کميټې له عمومي مسٸول ښاغلي پېير کرېينبل، په افغانستان کې د یادې کمېټې مشرې آغلې کترینا رېټز ترمنځ د همغږۍ پر پراختيا او ګډو فعالیتونو بحث او خبرې وکړې.
ناسته کې سرپرست عمومي رئيس د ښه راغلاست سربېره د ګډو بشرپالو فعاليتونو د ترسره کولو په برخه کې د آی سي آر سي نړيوالې کميټې له دوامداره ملاتړ او مرستو څخه د مننې ترڅنګ راغلي پلاوي ته په هېواد کې د روان اقتصادي وضعیت، پراختیایي پروژو او لاسته راوړنو او د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو فعالیتونو او خدمتونو په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي دلاور د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه چې افغانان تازه له بدبختیو او نا امنیو  څخه راوتلي چې اوس نړيوالو خیریه ټولنو ته تر بل هر وخت ښه فرصت دی؛ څو د کړېدلو افغانانو لاسنیوی وکړي.
دا راز نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې د خپلې وجیبې پر اساس د ملاتړو ټولنو مرستې په شفاف ډول له هر ډول تبعیض پرته تر وړ او مستحقو وګړو رسولي او له پلاوي یې په بشري برخو کې د افغانانو د لا زیات لاسنیوي هيله څرګنده کړه.
ورپسې ښاغلي کرېينبل په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې د اغېزناکو فعالیتونو د قدردانۍ ترڅنګ وویل چې افغانان د تاریخ په اوږدو کې له زیاتو کړاوونو سره مخ شوي او د دوی لاسنیوی د آی سي آر سي نړيوالې کميټې مسؤلیت او کاري وجیبه ده.
دا راز نوموړي په خپلو خبرو کې د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو فعاليتونو د دوام او پراختیا ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې  له افغاني سرې میاشتې سره به خپلو مرستو او ګډ کار ته دوام ورکوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردک؛ به خانواده آسیب‌دیده از اثر بارندگی‌های شدید، کمک‌های غیرغذایی صورت گرفت

پنج‌شنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، به یک خانواده آسیب‌دیده از اثر بارندگی‌های شدید در قریه گوگر ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، کمک غیرغذایی نمود.

این کمک به‌منظور فراهم‌سازی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۱
Background image

به هزاران بیمار در ولایت لوگر خدمات گستردهٔ صحی ارائه شده است

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت لوگر ، به ۷۱۰۳ بیمار خدمات صحی شامل؛ معاینه، توزیع ادویه مورد نیاز، پانسمان زخم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۸:۳۷
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ زن نیازمند از ۴ میلیون افغانی کمک نقدی بهره‌مند شدند

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

۴۰۰ زن نیازمند در مرحله سوم کمک‌ها، از کمک نقدی به مبلغ ۴ میلیون افغانی که از سوی هلال‌احمر افغانی در ناحیه نهم شهر کندهار توزیع شد، بهره‌مند شدند.

این کمک که با. . .

BACK TO NEWS