بلخ ولايت کې ۳۱۰۸۰ تنه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۱:۲۴
خبرونه

بلخ ولايت کې ۳۱۰۸۰ تنه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې ۹۷۷۰ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۳۱۷ تنو ټپیانو پانسمان، ۴۷۵۳ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۱۱۰۵۵ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۲۲۶۸ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۲۱۴۲ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۷۷۵ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۵:۳۸
Background image

ارائه خدمات صحی برای ۳۱۰۸۰ تن در ولایت بلخ.

ارائه خدمات صحی برای ۳۱۰۸۰ تن در ولایت بلخ. 
هلال احمر افغانی از طریق داکتران صحی خویش طی یک ماه گذشته برای ۹۷۷۰ تن در مناطق مختلف ولایت بلخ پس از معاینات ادویه لازم فراهم نموده اند.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۳۵
Background image

اطلاعیه داوطلبی :

اطلاعیه داوطلبی :

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۸:۲۰
Background image

اطلاعیه داوطلبی :

اطلاعیه داوطلبی :

BACK TO NEWS