د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي سرپرست رییس د پاکستان هېواد له سفیر سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
Sat, Mar 19 2022 2:48 PM
سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با سفیر پاکستان ملاقات نمود!

نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب میاشتې پر ۲۶مه نېټه د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په پیل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د پاکستان هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې د افغانستان وګړي د پاکستان له وګړو سره لرغونې اړیکي لري؛ په ځانګړې توګه په وروستیو څلوېښتو کلونو کې دا اړیکې ډېرې غښتلې وې، دا چې د پاکستان هېواد وګړو له افغانانو سره د کډوالۍ پر مهال په خپل هېواد کې ډېرې مرستې ترسره کړي مننه ترې کوو. نوموړي زیاته کړه "اوسنیو راولاړو شویو ستونزو افغانان له ډېرو کړاوونو سره مخ کړي؛ تېرو مرستو ته په کتو یو ځل بیا د پاکستان له خیریه بنسټونو او خیرپالو وګړو هیله کوو، چې په دې ستونزمنو حالاتو کې له افغانانو سره مرستې وکړي، هغه وویل افغانان د روغتیا په برخه کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، له تاسو هیله کوو ترڅو د سوري زړه ناروغ ماشومانو د روغتیا په برخه کې په کور دننه او بهر (پاکستان) کې د درملنې زمینه برابره کړئ".

نوموړي وویل، چې ناروغ لرونکي افغانان د تورخم او سپن بولدک بندرونو له لارې د تګ او را تګ له سختو ستونزو سره مخ دي، غواړو په دې برخه کې د ناروغانو لپاره د تګ راتګ او ویزې آسانتیاوې رامنځ ته کړئ، افغاني سرې ماشتې د سوري زړه ناروغانو لپاره په کابل کې یو روغتون تاسیس کړی، چې د تجهیز په برخه کې مدرن او پرمختللو وسایلو ته اړتیا لري، چې په دې برخه کې هم ډېرو مرستو ته اړتیا ده".

په مقابل کې د پاکستان سفیر د افغاني سرې میاشتې له رهبرۍ سره له لیدلو خوښي څرګنده کړه او د هر ډول مرستو ډاډ یې ورکړ. همدارنګه نوموړي پاکستان هېواد ته د ناروغانو د تګ او را تګ په برخه کې د لازمو آسانتیاو رامنځ ته کولو ژمنه وکړه او ترڅنګ یې د پاکستان هېواد د خیریه بنسټونو او خیرپالو وګړو د مرستو پر توحید او د افغاني سرې میاشتې له لارې افغانانو ته پر رسولو تاکید وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په تحصیلي بورسونو کې به د افغاني سرې میاشتې فعالو کارکوونکو ته هم ونډه ورکوي.

نوموړي وویل مونږ کوښښ کوو ترڅو په افغانستان کې د سرطان نارغۍ د تشخیص په موخه یو مرکز رامنځ ته او په دې ناروغۍ د اخته ناروغانو لپاره پاکستان ته د تګ راتګ زمینه چمتو کړو. په پای کې دواړو لوریو پر دې موافقه وکړه، چې افغاني سره میاشت به له پاکستاني سرې میاشتې سره په همغږۍ د ناروغانو د تګ راتګ لپاره د امبولانس خدمتونو آسانتیاوې له کابل تر اسلام آباد پورې رامنځ ته کوي.

Latest news

Thu, Jul 02 2026 8:00 PM
Background image

Logar: Eight-Day Mental Health and Health Promotion Training Workshop Concludes for 80 Volunteers

Thursday, July 2, 2026

 

The ARCS has successfully concluded an eight-day training workshop on mental health support and health promotion at its Logar Provincial Branch.

The workshop. . .

Wed, Jul 01 2026 8:26 PM
Background image

Herat: 395,000 Afghanis Distributed to Vocational Training Instructors and Trainees

Wednesday, July 1, 2026

 

The ARCS distributed 395,000 Afghanis to four female vocational training instructors and 50 trainees at vocational training centres in the Shindand and. . .

Wed, Jul 01 2026 5:52 PM
Background image

Baghlan: Non-Food Assistance Provided to Fire-Affected Family

Wednesday, July 1, 2026

 

The ARCS provided non-food assistance to a family whose home was affected by a fire in Pul-e-Khumri, the capital of Baghlan Province.

The assistance was. . .

BACK TO NEWS