کابل؛ ۲۱ راستنې شوې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې
چهارشنبه، ۵ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۲۱ راستنې شوې کډوالې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.
دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې راستنو شویو کورنیو ته پر وخت د مرستو رسولو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره دوامداره هڅې کوي.
