پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه
سې شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.
یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه ترسره شوه، چې یوه خېمه، پنځه کمپلې، یو ترپال، د پخلنځي د توکو یو سیټ او د اوبو دوه بوشکې پکې شاملې وې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
