کابل؛ د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي د موندنو د تحلیل او تایید څلور ورځنۍ غونډه پیل شوه

arcs_website_admin
Sat, Jun 27 2026 3:57 PM
K

شنبه، ۱۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اغېزمن غبرګون د چمتووالي (PER) د موندنو د ارزونې، تحلیل او تایید په موخه څلور ورځنۍ غونډه په کابل کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د سکرتر جنرال مرستیالانو، د مقام سلاکارانو، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر ښاغلي حسام فیصل، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، ترکیې سرې میاشتې، ډنمارک، ناروې، برتانیا او د المان سره صلیبونو استازو، د مرکزي دفتر، اووه ګونو زونونو او یو شمېر ولایتي نمایندګیو مسؤولینو ګډون کړی و.

د غونډې په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د دې ډول تخنیکي او همغږۍ ناستو ارزښت په دې کې دی، چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د نماینده ګیو مسؤولین خپلې تجربې او ستونزې شریکوي، د شته ننګونو ارزونه کوي او په ګډه ورته عملي حل‌ لارې لټوي، څو د ناورینونو پر وړاندې د اغېزمن غبرګون لپاره لازم چمتووالی ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ناورینونو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې د بشري ځواک مسلکي روزنه او ظرفیت لوړونه بنسټیز ارزښت لري؛ ځکه د پېښو پر مهال د روزل شویو او وړتیا لرونکو کارکوونکو شتون د خطرونو په کمولو او د بشري خدمتونو د اغېزمنتیا په لوړولو کې مهم رول لري.

هغه همدارنګه وویل، چې د اغېزمن غبرګون د چمتووالي له مهمو ګټو څخه د ناورینونو پر مهال د ګډوډۍ مخنیوی، د غبرګون چټکتیا، د خدمتونو اغېزمنتیا او د زیانمنو خلکو د باور او ډاډ پیاوړتیا ده.

ورپسې په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر وویل، چې د اغېزمن غبرګون د چمتووالي ارزونه یوازې یو تخنیکي بهیر نه، بلکې د مدیریت یوه مهمه وسیله ده، چې افغاني سرې میاشتې ته دا زمینه برابروي، څو خپلې سرچینې په اغېزمن ډول تنظیم کړي، مسؤولیتونه روښانه کړي او د خپلو فعالیتونو د څارنې او ارزونې لپاره منظم چوکاټ رامنځته کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې نړیوال فدراسیون ژمن دی د افغاني سرې میاشتې د چمتووالي او غبرګون ظرفیتونه لا پیاوړي کړي، څو بشري مرستې په منظم، شفاف او اغېزمن ډول راجلب او پر وخت زیانمنو خلکو ته ورسول شي.

ټاکل شوې ده، چې دا غونډه به څلور ورځې دوام وکړي چې په دې موده کې به ګډونوال د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي د ۳۷ تخنیکي برخو موندنې وارزوي، لومړیتوبونه به وټاکي، شته نیمګړتیاوې او اړتیاوې به تحلیل کړي او په پای کې به د افغاني سرې میاشتې د اغېزمن غبرګون لپاره عملي کاري پلان وروستی کړي.

Latest news

Sat, Jun 27 2026 5:56 PM
Background image

Kabul: Four-Day Preparedness for Effective Response (PER) Findings Analysis and Validation Session Begins

Saturday, June 27, 2026

 

The ARCS launched a four-day Preparedness for Effective Response (PER) Findings Analysis and Validation Session in Kabul.

The session was attended by ARCS. . .

Sat, Jun 27 2026 12:05 PM
Background image

Kabul: Exam Held for Community Health and First Aid Supervisor Position

Saturday, June 27, 2026

 

A written exam was held at the central headquarters of the ARCS to recruit a qualified and professional candidate for the position of Community Health and. . .

Thu, Jun 25 2026 5:06 PM
Background image

ARCS and IFRC Discuss Implementation of Four-Year Health Project

Thursday, June 25, 2026

 

In the presence of Mawlawi Rohullah Abdul Salam, Under-Secretary General for Operational Affairs of the ARCS, Dr. Abdullah Irfan, Director of Health Services. . .

BACK TO NEWS