ښوونیز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته د دیني او عصري زده کړو زمینه برابره شوې ده
دوشنبه، ۲۴ ذوالقعده ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۴۹۸۱ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه ښوونې او روزنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې، لومړنيو روغتيايي مرستو ترسره کولو او د پېښو له زيانونو د ځان ژغورنې اړوند زده کړې او عامه پوهاوی ورکړی دی.
ددې ترڅنګ د غړیتوب سېستم د مدیریت له لارې ۶۸ تنه نوي غړي هم جذب شوي دي.
