په بادغيس ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۱۰۰ کورنیو ته د مرستو لړۍ پیل شوه!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بادغی س ولایت د سنگ آتش او آبکمري ولسوالیو ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ د لویدیځ زون رييس ښاغلی انجينر محمد مصطفی نبي خېل او د بادغیس سرې میاشتې رییس وجيه الدين منتظري او یو شمېر کارکونکو په شتون کې د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د ليندۍ پر ۱۷ مه نېټه پیل شوه .
په یادو مرستو کی ۸ قلمه خوراکي توکي: ( ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۱کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو مالګه او یو ډبی بیسکویټ) شامل دي چې د سره صلیب او سرو مېاشتو نړېوال فدرېشن په مرسته چمتو شوي او تر نن ورځې ټولټال ۵۴۲ اړمنو کورنیو ته په سنګ آتش. ولسوالۍ کې توزیع شول او د آبکمري ولسوالۍ پاتې ۵۵۸ کورنیو ته به په راتلونکو ۴ ورځو کې توزیع شي.