په کابل مرستون کې له «۳۰» مشمولو کورنیو سره مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي پر ۲۴ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرترجنرال د مرستیال ښاغلي نوروزعلي علیزاده، د کابل مرستون د رئیس ښاغلي محمد سلیم وردګ او په کابل کې د قطري سرې میاشتې ټولنې د استازو په حضور کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل مرستون کې ۳۰ مشمولو کورنیو ته د قطري سرې میاشتې په مالي مرسته شپږ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي: «خرما، بوره، دستکشې، ماکسونه، د غاښمینځلو کریم او بورسونه» و وېشل شول.
