کابل؛ د ترکیې سرې میاشتې په مرسته مرکزي مرستون کې بیارغول شوې ودانۍ او د لمریزې برېښنا سیستم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

arcs_website_admin
Thu, Aug 28 2025 3:00 PM
کابل؛ د ترکیې سرې میاشتې په مرسته مرکزي مرستون کې بیارغول شوې ودانۍ او د لمریزې برېښنا سیستم  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

پنجشنبه، ۴ ربیع الاول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي مرستون کې د ترکیې سرې میاشتې په مالي مرسته د مرستون د ودانۍ، نهه نورو بېلابېلو څانګو د بیا رغونې او لمریزې برېښنا سیستم د نصب چارې د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د ترکیې د سفیر ښاغلي جنګ اونال او ترکیې سرې میاشتې د رئیس ښاغلي نعیم الله کریمي په شتون کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د ترکیې او افغانستان اړیکې د اسلامي ورورولۍ له مخې تاریخي او اغېزمنې وبللې، مرکزي مرستون کې یې د ۶ کیلو واټه په ظرفیت د لمريزې برېښنا سیستم د نصب سربېره د ۶ واحدونو، د کالو وینځلو خونې، تشنابونو او پخلنځي د بیا رغونې په پار د ترکیې د سرې میاشتې له همکارۍ د مننې ترڅنګ زیاته کړه، ترکیه یو له هغو هېوادونو څخه ده، چې تل یې په سخت وخت کې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړی دی.
ورپسې په افغانستان کې د ترکیې سفیر او د ترکيې د سرې میاشتې رئیس د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو خدمتونو ستاینه وکړه او د بشري مرستو د دوام ژمنه یې وکړه. ښاغلي جنګ اونال په خپلو خبرو کې یاده کړه چې نږدې راتلونکې کې به په ۷۰۰ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو بار ۲۱م  رېل بشري مرسته افغانستان ته راورسېږي، څو پر وخت د اړمنو او پېښځپلو لاسنیوی وشي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ترکیې سرې میاشتې په بېلابېلو برخو کې له افغاني سرې میاشتې سره بشري مرستې ترسره کړي او د پېښځپلو ستونزو ته په رسېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.

Latest news

Wed, Aug 12 2026 12:29 PM
Background image

Kabul: ARCS General President Visits Cardiac Hospital

Wednesday, August 12, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, visited the newly opened Cardiac Hospital of the organization, where he assessed the. . .

Wed, Aug 12 2026 9:29 AM
Background image

Baghlan: Health Services Provided to Thousands of Patients Over the Past Month

Wednesday, August 12, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 6,624 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Tue, Aug 11 2026 7:31 PM
Background image

Herat: Construction of Clean Water Supply Network for 262 Families Begins

Tuesday, August 11, 2026

 

The ARCS started construction of a clean water supply network for 262 families in Baz Mohammad village of Kohsan District, Herat Province.

Under the. . .

BACK TO NEWS