د کابل ښار لسمې ښوونيزې حوزې ښوونکو ته د سرې مياشتې پر بشرپاله کړنو مالوماتي ورکشاپ!
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د اطلاعاتو او خپرونو رياست له لوري د روان ۱۳۹۹ لمريز کال د کب پر ۱۷ نېټه د کابل ښار د لسمې ښوونيزې حوزې اړوند ښوونکو لپاره د سرې مياشتې پر بشرپاله کړنو، تاريخچې او د غورځنګ « د سره صليب، سرې مياشتې او د ملي ټولنو د نړيوال فدراسيون » پر اووه ګونو بسټيزو اوصولو يوه ورځنی ورکشاپ پر لاره واچول شو، چې د يادې ښوونيزې حوزې شل تتنه نارينه او ښځينه ښوونکو پکې ګډون کړی و.