په کاپیسا کې له ٣٠٩ کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د کاپیسا څانګې له لوري د روان ١٣٩٩ لمریز کال د سلواغې پر ٢٨ نېټه، د یاد ولایت په مرکز او حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې له ٣٠٩ اړمنو کورنیو سره د شپږ قلم خوراکي توکو:(وریژو، غوړیو، لوبیا، چایو، بورې او مالګې) مرسته وشوه.