د افغاني سرې میاشتې ټولنې د محافظت او مصؤنیت کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ دایر شو!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د محافظت او مصؤنیت ریاست له لوري د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په مالي ملاتړ د روان ۱۳۹۹ کال د سلواغې پر ۱۳ نیټه، د ملي ټولنې د «۷» زونونو: ( ختیځ، شمال ختیځ، شمال، جنوب، جنوب لویدیځ، مرکزي شمال لویدیځ او مرکزي جنوب لویدیځ) د محافظت او مصؤنیت کارکوونکو ته د خوندي لاسرسي، مصونیتي کړنلارې او سره میاشتي قوانینو په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ په لاره واچول شو، چې د ملي ټولنې د روزل شویو کارکوونکو له لوري به په یادو برخو کې بشپړ مالومات ورکړل شي.