د افغاني سرې میاشتې ټولنې کلنی لوی کنفرانس!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۲۰۲۰ /۱۳۹۹مالي کال پر کړنو ( لاسته راوړنو، ستونزو او حل لارو) یو ورځنی ملي کنفرانس د افغانيسرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکتر میرویس اکرم، سکرترجنرالې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، د ملي ټولنې د بوردغړی او د ټولو خزاندار ښاغلي محمد نعیم دیندار، په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوالفدراسیون درنو استازو ښاغلي پییر او ښاغلي اسامه عبدالعزیز، د ترکیې هیواد د سرې میاشتې ښاغلي استازي، د ملي ټولنې د مرکزيدفتر، سیمه ایزو دفترونو او اړوندو څانګو مسؤلینو په ګډون د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې پر څلورمه نیټه په لاره واچول شو.
یاد کنفرانس چې د لمړي ځل لپاره د ملي ټولنې د مشرتابه په نوښت او د ولایتي چارو د تنظیم ریاست په زیار او کوښښ په لاره اچولشوی و، د ملي ټولنې د ۲۰۲۰ / ۱۳۹۹مالي کال د لاسته راوړنو، ستونزو او حل لارو په اړه هر اړخیز بحث وشو؛ چې په لړ کې یې د مليټولنې د رهبرۍ غړو او د سره صلیب او نړیوال فدراسیون درنو استازو خپل اندونه او موندنې په بشپړه توګه شریکې کړې.
ورپسې د سرې میاشتې د اوو زونونو مسؤلینو او د مرکزي دفتر پروګرامي ریسانو خپل بشپړ کلني ریپوټونه، لاسته راوړنې او وړاندیزونهپر خپل وار سره وړاندې کړل.
په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوی خزاندار او د رهبرۍ د بورد غړي ښاغلي محمد نغیم دیندار کنفرانس راټول (جمع بندي) اود دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.