دافغاني سرې میاشتې ټولنې د ۱۴۰۰ کال له بودجې څخه مخ کتنه وشوه!
د بودجې د مخکتنې غونډه د روان ۱۳۹۹ کال د مرغومي پر۲۳ مه نیټه د افغاني سرې میاشتې تولنې د مرستیال او سرپرست ډاکټرمیرویس اکرم ، د سکرټرجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز، د سکرتر جنرال د مرستیالانو، د مرکزي دفتر او سیمه ایزو دفترونو ریسانو اومالي مسؤلانو، د نړیوال سره صلیب، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د استازو او ملي ټولنې د یو شمېر نورو کاريشریکانو په ګډون د اطلاعاتو او خپرونو ریاست په تالار کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د مسؤلینو او مقاماتو د هراړخیزو ویناوو ترڅنګ د ملي ټولنې د ۱۳۹۹کال پر لاسته راوړنو، پرمختګونو، ستونزو اوهمدارنګه د ۱۴۰۰ کال د بودجې به اړه معلومات ورکړل شول.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر میرویس اکرم په خبرو غونډه پیل او مېلمنو ته یې ښه راغلاست وویل، چې ورپسې د ملې ټولنې سکرترجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز د بودجې پر ارزښت او همدارنګه د بودجې پر ترتیب او جوړښت هرارخیز مالومات ورکړل.
د ۱۳۹۹/۲۰۲۰ مالي کال د عوایېدو او لګښتونو ریپوټ او رهنمود (لارښود) د ملي ټولنې د مالي چارو ریاست له لوري وړاندې شو.
غونډه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ټولو خزاندار« خزاندار کل» ښاغلي محمد نعیم دیندار له لوري جمع بندي او په دعایه پای ته ورسیده.
