په پکتیکا کې له ٨٠٠ کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د پکتیکا څانګې له لوري د روان ١٣٩٩ لمریز کال د مرغومي پر ٢ نېټه، د یاد ولایت په برمل، ګومل او اومنې ولسوالیو کې له ٨٠٠ اړمنو او سیلابځپلیو کورنیو سره د اووه قلم خوراکي توکو:(وریژو، غوړیو، لوبیا، چایو، بورې، مالګې او بسکویټو) مرسته وشوه.