په کاپیسا کې له ١٢٠٠ کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د کاپیسا څانګې له لوري د روان ١٣٩٩ لمریز کال د لیندۍ پر ٢٥ نېټه، د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې ١٢٠٠ اړمنو کورنیو ته د اووه قلم مرستندویه خوراکي توکو(وریژو، غوړیو، لوبیا، چایو، بورې، مالګې او بسکویټو) د ویش لړۍ پیل شوه، چې په څو ورځو کې به بشپړه شي.