په لویدیځ زون کې ـ ځوانان په ټولنه کې د کړنلارې دبدلون استازي ـ ورکشاپ!

په لویدیځ زون کې د (هرات، بادغیس، غور، نیمروز او فراه) ولایتونو د ځوانانو او رضاکارانو لپاره «ځوانان په ټولنه کې د کړنلارې دبدلون استازي» تر نامه لاندې پنځه ورځنی ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري د ډنمارک هیواد د سره صلیب په مالي ملاتړ، د روان ۱۳۹۹ کال د لړم له ۲۵ مې تر ۲۹ مې نیټې پورې پر لار واچول شو.