د کابل مرستون له مشمولینو سره د زردوزي بنسټ مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل مرستون کې د میشتو مشمولینو او ښځینه اجیرانو لپاره، زردوزي بنسټ (۱۶۰) جوړې ژمني کالي برابر کړي و، چې د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۲۹ نیټه د ملي ټولنې د مرستیال او سرپرست ښاغلي داکټر میرویس اکرم او زردوزي بنسټ د مسؤلینو په حضور کې پر یادو مشمولینو او اجیرانو د مرستې په ډول و ویشل شول.
