د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال په افغانستان کې د چین هېواد د سفارت له مسئولینو سره وکتل!

arcs_website_admin
Mon, Apr 07 2025 3:16 PM
خبر

د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال په افغانستان کې د چین هېواد د سفارت له مسئولینو سره وکتل!

نن دوشنبه د شوال میاشتې پر ۹مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او مل پلاوي پلازمېنه کابل کې د چین هېواد د سفارت له یو شمېر مسئولینو سره له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی ته د سرپناه، بېړنیو روغتیایي مرستو او د خوراکي او غیر خوراکي توکو برخه کې د بشري مرستو د چمتو کولو په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي مولوي روح الله د یاد سفارت مسئولینو سره د راستنېدونکو کډوالو ستونزې شریکې کړې او د هغوی لپاره يې د اړینو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.
ورپسې په افغانستان کې د چین هېواد د سفارت مسئولینو د مرستو برابرولو ژمنه وکړه او د راستنېدونکو کډوالو لاسنیوی او ملاتړ یې د ټولو مرستندویه بنسټونو او ملي ټولنو ګډ مسئولیت یاد کړ.

Latest news

Thu, Apr 10 2025 11:09 AM
Background image

Healthcare Services to 6290 Vulnerable Individuals in Maidan Wardak Province!

Healthcare Services to 6290 Vulnerable Individuals in Maidan Wardak Province!

Over the past 30 days, the medical staff of ARCS besides check-ups have provided medication to 1888. . .

Wed, Apr 09 2025 9:09 PM
Background image

Training Workshops Conclude in Nangarhar and Maidan Wardak Provinces!

Training Workshops Conclude in Nangarhar and Maidan Wardak Provinces!

Today, Wednesday, the 9th of April, ARCS successfully concluded a one-day capacity-building workshop in Nangarhar. . .

BACK TO NEWS