په بامیان ولایت کې له ” ٢٠٠“ کرونا ځپلیو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بامیان څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د تلې پر ١٣ نیټه د بامیان ولایت په شبر ولسولۍ کې له ٢٠٠ کرونا ځپلیو کورنیو سره د اووه قلمه خوراکي توکو(وریژو، غوړو، لوبیا، مالګې، چای، بورې او بسکیټو) مرسته وشوه.