په غزني ولایت کې له ” ١٩٧“ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د غزني څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د تلې پر ٦ نیټه د غزني ښار اړوند سیمو کې له ١٩٧ اړمنو، کرونا ځپلیو او کونډو کورنیو سره د اووه قلمه خوراکي توکو(وریژو، غوړو، لوبیا، مالګې، چای، بورې او بسکیټو) مرسته وشوه.
