د افغاني سرې میاشتې ټولنې پر ستراتیژیک پلان د پراختیایي سمینار پرانیستنه!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۲۰۲۱ ـــ ۲۰۲۵ کال د ستراتیژیک پلان د پراختیا په موخه څلور ورځنی سمینار د روان ۱۳۹۹ لمریز کالد تلې پر۶ مه نیټه د افغاني سرې میاشتې تولنې د سکرترجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز، د سکرتر جنرال د مرستیالانو، د ملي ټولنې دمرکزي دفتر او سیمه ایزو ریسانو، د نړیوال فدریشن او نړیوال سره صلیب د استازو، د ناروې، کاناډا او یوشمیر نورو کاري شریکانو پهګډون سره پرانیستل شو.