په سخت سوي او هډوکو په ماتوالي اخته ۵۶ ناروغ ماشومان تر درملنې وروسته خپل هیواد ته راستانه شول!
۵۶ تنه هغه ناروغ ماشومان چې د سختې سوزيدنې او هډوکو په ماتوالي اخته او شپږ مياشتې وړاندې دافغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د درملنې په موخه جرمني هيواد ته استول شوی وو او یا هم له پخوانیو پړاوونو څخه د اوږد مهاله درملنې له کبله تر شپږو میاشتو د ډیر وخت لپاره په یاد هیواد کې پاتې شوي وو؛ تر درملنه وروسته د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۳ نیټه، هيواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
