په غزني ولایت کې له ” ۲۵۰ “ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د غزني څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د وږي پر ٣٠ او ٣١ نیټه د غزني ښار اړوند سیمو کې له ٢٥٠ اړمنو، کرونا ځپلیو او کونډو کورنیو سره د اووه قلمه خوراکي توکو(وریژو، غوړو، لوبیا، مالګې، چای، بورې او بسکیټو) مرسته وشوه.