د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د دعوت او ارشاد او ساتنې او خونديتوب رياستونو د روزنيزو ورکشاپونو په پاى غونډه کې ګډون او وينا وکړه!

arcs_website_admin
Wed, Feb 26 2025 5:22 PM
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د دعوت او ارشاد او ساتنې او خونديتوب رياستونو د روزنيزو ورکشاپونو په پاى غونډه کې ګډون او وينا وکړه!

نن چهارشنبه د شعبان میاشتې پر ۲٧ مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دعوت او ارشاد رياست اړوند د مرکز، ساحوي رياستونو او نمايندګيو د دعوت او ارشاد مديرانو لپاره  ٣ ورځني او د ساتنې او خونديتوب رياست د مرکز او ساحوي رياستونو مديرانو لپاره  څلور ورځني ورکشاپونه د افغاني سرې مياشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور ، د سکرتر جنرال د مرستيالانو، د مرکزي رياست د يو شمېر رئیسانو او د مقام د سلاکارانو په شتون کې پاى ته ورسېدل.
 د افغاني سرې مياشتې  سرپرست عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د يادو روزنيزو ورکشاپونو په برياليتوب سره په پاى ته رسولو مبارکي وړاندې کړه او دا ډول ورکشاپونه يې د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې او د دوى ترمنځ د همغږۍ د پراختيا په برخه کې اغېزمن وګڼل.
 ښاغلي دلاور په ټولنه کې د علماوو کرامو د ارزښت او مقام په اړه تفصيلي وينا وکړه او د عوامو د فکري روزنې په برخه کې يې د دوى مسٸوليت ستر او اساسي ياد کړ او له دوى يې وغوښتل څو د خلکو سره په چلند کې له نرمۍ او حکمت کار واخلي او خپل مسٸوليتونه په پوره اخلاص او رښتينولۍ ترسره کړي، افغاني سره مياشت داسې يوه خيرپاله او بشرپاله ټولنه ده چې مسٸوليت يې د کونډو، يتيمانو او اړمنو لاسنيوى دى او د دوى حقوق ورته پر وخت او شفاف ډول رسول به زمونږ د دنيا او اخرت د کاميابۍ سبب ګرځي.
ياد ورکشاپونه ګډونوالو ته د تصديقنامو په وېش سره پاى ته ورسېدل.

Latest news

Thu, Apr 10 2025 11:09 AM
Background image

Healthcare Services to 6290 Vulnerable Individuals in Maidan Wardak Province!

Healthcare Services to 6290 Vulnerable Individuals in Maidan Wardak Province!

Over the past 30 days, the medical staff of ARCS besides check-ups have provided medication to 1888. . .

Wed, Apr 09 2025 9:09 PM
Background image

Training Workshops Conclude in Nangarhar and Maidan Wardak Provinces!

Training Workshops Conclude in Nangarhar and Maidan Wardak Provinces!

Today, Wednesday, the 9th of April, ARCS successfully concluded a one-day capacity-building workshop in Nangarhar. . .

BACK TO NEWS