په پروان ولایت کې له سیلاب ځپلیو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پروان څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د وږي پر نهمه نیټه د ملې ټولنې د مرستیال او سرپرست ریس - ډاکټر میرویس اکرم په شتون کې د یاد ولایت په مرکز چاریکار کې له 210 سیلاب ځپلیو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو(یو یو کارتن خوراکې توکو، شپږ تختې کمپلو، ترپالونو او د اوبو بوشکو) مرسته وشوه.