په بلخ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د نقدو پیسو ویش!
د روان ١٣٩٩ لمریز کال د وږي پر شپږمه نیټه په بلخ ولایت کې د افغاني سرې میاشې ټولنې له لوري ”٢٠٠٠“ دوه زره بې وزلو، معیوبو، کونډو، بې ځایه شویو او کرونا ځپلیو کورنیو ته(هرې کورنۍ ته ٥٥٠٠ افغانۍ) نقدې پېسې و ويشل شوې.