د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ٢٨ تنه ناروغان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول!
د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ٢٨ تنه ناروغان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول!
نن يکشنبه د شعبان میاشتې پر ٣ مه، افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا ٢٨ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ناروغان پلازمېنه کابل کې ۶ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور وپېژندل.
د یادونې وړ ده، چې د یادو ناروغانو درملنه او عملیات د افغاني سرې میاشتې په مالي لګښت ترسره کېږي.