پکتیکا ولايت کې ۵۷۶۲۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
پکتیکا ولايت کې ۵۷۶۲۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د پکتیکا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۱۸۰۱۲ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۴۱۶ تنو ټپیانو پانسمان، ۱۱۷۴۸ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۲۰۶۷۲ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۱۵۰۹ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۴۴۸۷ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۷۸۲ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.