ننګرهار!
د پېښو او ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه د افغاني سرې میاشتې د فعالیت برخه ده. له همدې امله د افغاني سرې میاشتې له لوري نن د ربيع الثاني پر ۱۱مه، د ننګرهار ولايت په کامې او دره نور ولسواليو کې ۲۰۰ رضاکارانو ته دوه غونډې ترسره شوې.په يادو غونډو کې ګډونوالو ته د پېښو او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړ شو، ترڅو وکولای شي د پېښو او ساري ناروغیو پر وخت وګړو سره مرسته وکړي.