لوګر!
په ژمي کې د بېوﺯلو لاسنيوى مو اسلامي او اخلاقي وجيبه ده! نن یکشنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د رجب په ۷مه د افغاني سرې میاشتې له لورې لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. یاده مرسته چې د ملک سلمان خیریه بنسټ او اسلامي همکاریو سازمان له لورې چمتو شوی وه، په کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو وړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما شامل وو.