کندهار!
روغتيا ته لومړيتوب! شنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د رجب په ۶مه د افغاني سرې میاشتې له لورې، د کندهار ولایت سیداباد، ملا علم، کليو او عینو مینه کې د پولیو ټیمونو د روغتيايي خدماتو څخه نظارت اولیدنه ترسره شوه. یاد ټیمونه د پولیو د له منځه وړلو پروګرام کې، په ورځني ډول ۱۵۰ تنه ماشومانو ته چې عمرونه يي تر ۵ کلنۍ رسيږي، واکسین کوي. په ورته مهال په منځني ډول ۸۰ تنه داخله ناروغانو ته چي ۲۰ تنه يي نارینه او ۶۰ تنه يي ښځینه او ماشومان دي په وړيا ډول تداوي کوي.