ارزګان
په يخ ژمي کې د بيوﺯلو لاسنىوى د انسانيت ديني، اخلاقي او ملي وجيبه ده! په همدې تړاو نن دوشنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الاولی په ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې د بشري مرستو په دوام د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې ۴۵۰ کورنیو ته د ۸ قلمه مرسته وویشل شوه. چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴،۵ کیلو وریجي، ۱۰ لیټره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چاي، ۱ کیلو مالګه، ۱ یو پاکټ PB بیسکوټ شامل وو.