غزني؛ له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره ۴.۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه
دوشنبه، ۲۸ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره ۴.۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د ناروې سره صلیب له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه نغدي مرسته د اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ژوند د اساسي ستونزو د را کمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د خپلو بشري مرستو له لارې له اړمنو او بې وزلو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د راکمولو په برخه کې مرسته کوي.
