د کارموندنې خبرتيا!
Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د دندې عنوان: د روغتیايي روزنې او عامه پوهاوي مسؤوله
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: رسمي، پنځم بست
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : hr@0361
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۸/۶/۱
۱۴۰۵/۸/۲۱
2026/12/Nov
د دندې تفصیل:
.۱ د اړونده دندو لپاره میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونه جوړ او پلي کول.
۲. د ځوانانو، رضاکارانو او ښوونکو لپاره د لومړنیو روغتیايي مرستو، روغتیا ساتنې او نورو اړوندو روغتیايي موضوعاتو په برخو کې روزنیز پروګرامونه او ورکشاپونه وړاندې کول.
۳. د رضاکارانو او ښوونکو روزنیزې اړتیاوې ارزول او د هغو پر بنسټ روزنیزو پروګرامونه ترتیب او تطبیق کول.
۴. د حفظ الصحې، ساري، غیر ساري ناروغیو او نورو عامو روغتیايي موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه طرحه او پلي کول.
۵. د لومړنیو مرستو او روغتیايي موضوعاتو په اړه روزنیز توکي، لارښودونه او ښوونیز اسناد ترتیب او چمتو کول.
۶. د اړوندو روزنیزو پروګرامونو د ښه تطبیق، شته ستونزو د حل او فعالیتونو د لا ښه والي په موخه اړوندو مسؤولینو ته مناسب وړاندیزونه کول.
۷. د اړوندو ریاستونو، آمریتونو او پروګرامونو له مسؤولینو سره د روزنیزو او روغتیايي فعالیتونو په برخه کې همکاري او همغږي کول.
۸. د افغان سرې میاشتې ټولنې د اساسنامې، اداري مقرراتو، طرزالعملونو، اصولو او اداري سلسله مراتبو رعایت ته پاملرنه کول.
۹. د رضاکارانو او روزنیزو پروګرامونو د فعالیتونو دوامداره څارنه او ارزونه او د هغو د کیفیت او اغېزمنتیا د لوړولو لپاره لازم اقدامات ترسره کول.
۱۰. د روزنیزو پروګرامونو د پایلو ارزونه کول او د ګډونوالو د زده کړو او عملي وړتیاوو کچه معلومول.
۱۱. د اړوندې ادارې د مسؤولینو له لوري د دندې په چوکاټ کې د سپارل شویو نورو قانوني او اړوندو دندو ترسره کول.
د دندې شرایط:
.۱د عامې روغتیا، نرسنګ، قابلګۍ، چاپېریالي روغتیا، روغتیايي زده کړو یا ورته اړوندو څانګو کې د لیسانس/ انسټیټوټ سند لرل.
۲. په اړونده برخه کې لږ تر لږه یو/ دوه کاله کاري تجربه لرل.
۳. د لومړنیو مرستو، حفظ الصحې او بېلابېلو ساري او غیر ساري ناروغیو په اړه کافي علمي او عملي معلومات لرل.
۵. د روزنیزو پروګرامونو د طرحې، تنظیم او تطبیق او د روزنیزو اړتیاوو د ارزونې وړتیا لرل.
۶. د عامه پوهاوي د پروګرامونو د طرحې او وړاندې کولو او د مناسبو روزنیزو موادو د چمتو کولو وړتیا لرل.
۷. د افغاني سرې میاشتې ټولنې له اساسنامې، نافذه لوایحو، مقرراتو او اداري طرزالعملونو سره بلدتیا لرل.
۸. د کمپیوټر له اړینو پروګرامونو لکه MS Word، Excel او PowerPoint سره بلدتیا لرل.
۹. په پښتو او دري ژبو د خبرو کولو، مفاهمې او لیکلو وړتیا لرل؛ په انګلیسي ژبه بلدتیا امتیاز ګڼل کېږي.
۱۰. له اړوندو کارکوونکو، رضاکارانو او نورو اشخاصو سره د اغېزمنې همکارۍ وړتیا لرل.
۱۱. په ډله ییزه توګه د کار کولو، د فعالیتونو د تنظیم او د همغږۍ رامنځته کولو وړتیا لرل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.