کابل؛ ۳۲ کارکوونکو ته د مالي کړنلارو په اړه څلور ورځنۍ روزنه پیل شوه

arcs_website_admin
Sat, Nov 21 2026 9:25 AM
K

شنبه، ۱۰ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست په نوښت، د روغتیايي خدمتونو، داخلي پلټنې، مالي او پېښو ریاستونو او کنټرول آمریت ۳۲ کارکوونکو ته د مالي مدیریت او کړنلارو په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

دغه روزنیز ورکشاپ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ترسره کېږي او موخه یې د مالي چارو په برخه کې د کارکوونکو د مسلکي پوهې لوړول او د مالي کړنلارو او اصولو د سم پلي کېدو پیاوړتیا ده.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبدالسلام د مالي چارو د منظم مدیریت پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د مالي چارو اغېزمن مدیریت د ادارې د موخو په تحقق او د چارو په ښه تنظیم کې مهم رول لري.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې له دې ورکشاپ څخه اعظمي ګټه واخلي او ترلاسه شوې پوهه او تجربې په خپلو کاري برخو کې عملي کړي.

د څلور ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوالو ته د مالي طرزالعملونو، مالي مدیریت، د عوایدو او لګښتونو د تنظیم، مالي اسنادو او اړوندو کاري کړنلارو په اړه عملي او اړین معلومات وړاندې شي.

افغاني سره میاشت د مالي چارو د لا ښه تنظیم او د ټاکلو اصولو او کړنلارو د پلي کېدو له لارې د ادارې د شفافیت، حساب ورکونې او اغېزمنتیا د پیاوړتیا لپاره خپلو کارکوونکو ته روزنیزو پروګرامونه دايروي.

Latest news

Sat, Nov 21 2026 9:23 AM
Background image

Kabul: Four-Day Training on Financial Procedures Launched for 32 Staff Members

Saturday, November 21, 2026

 

The ARCS, at the initiative of its Finance Department, has launched a four-day training workshop on financial management and procedures for 32 staff. . .

Sat, Nov 21 2026 7:47 AM
Background image

Zabul: AFN 8.75 Million in Cash Assistance Provided to 700 Affected Families

Saturday, November 21, 2026

 

The ARCS has distributed AFN 8.75 million in cash assistance to 700 conflict-affected families in Zanjir village, Shamulzayi District of Zabul Province.

. . .
Sat, Nov 21 2026 6:17 AM
Background image

Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients in Paktia

Saturday, November 21, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 7,599 outpatients across various districts and villages in Paktia. . .

BACK TO NEWS