کابل؛ د بشري اړتیاوو او نړیوالو همکاریو د پراختیا په اړه د افغاني سرې میاشتې دېپلوماتیکه ناسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۳:۳۰
K

چهارشنبه، ۳ ربیع ‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بهرنیو هېوادونو د استازو، نړیوالو بشري ادارو او کاري شریکانو په ګډون، د افغانستان د بشري وضعیت، د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو او د دغو خدمتونو د لا پیاوړتیا او پراختیا په اړه دېپلوماتیکه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، په کابل کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر ښاغلي حسام فیصل، د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ښاغلي جوهانس بروور، د قطر، ایران، چین، ترکیې، اندونیزیا او جاپان سفارتونو استازو، د قطر او ترکیې سرو میاشتو، د بریتانیا، ډنمارک او ناروې سرو صلیبونو، د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز، د اسلامي همکاریو سازمان، د المان سولې کلي، د ناروې د کډوالو شورا، سیف د چلډرن، مېشن ایسټ، ایکو، د سویس د پراختیا او همکارۍ سازمان او ډاکار مؤسسې مسؤولینو ګډون کړی و.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د افغانستان د بشري وضعیت او د دې ټولنې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل چې افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو او بشري ناورینونو پر مهال د بېړنۍ ځواب وینې، روغتیايي خدمتونو، له زیانمنو کورنیو سره د مرستو او نورو بشري فعالیتونو له لارې هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کوي او د دغو خدمتونو د دوام او پراختیا لپاره اوږدمهاله او دوامدار نړيوال ملاتړ ته اړتیا ده.

ښاغلي دلاور، همداراز په کابل کې د زړه سوري لرونکو ناروغانو د درملنې په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د تخصصي قلبي روغتون د فعالیتونو، د ناورینونو پر وړاندې د چمتووالي او د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو پر وړاندې د ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا په برخو کې ددې ادارې د خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د نړیوالو مرستندویه ادارو او کاري شریکانو په ملاتړ یې د دغو خدمتونو د لا پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د نړیوالو کاري شریکانو او تمویلونکو له همکاریو مننه وکړه او له سفارتونو، نړیوالو بشري بنسټونو، خیریه مؤسسو او شریکانو یې وغوښتل چې د بشري فعالیتونو د پیاوړتیا او اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

په کابل کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو او کاري ظرفیت د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې بهرني هېوادونه او نړیوال کاري شریکان کولای شي د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغاني سرې میاشتې ملاتړ لا پراخ کړي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرهم د یوې خپلواکې بشري ادارې په توګه د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو ستاینه وکړه او د دغو خدمتونو د دوام او پیاوړتیا په برخه کې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

په ناسته کې د افغانستان د بشري اړتیاوو، هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو، زیانمنو او اړمنو خلکو، روغتیايي خدمتونو او د راتلونکو بشري همکاریو په اړه هم بحثونه وشول.

ناسته کې له ګډونوالو وغوښتل شول چې په خپلو هېوادونو او ادارو کې د اړمنو او بې ‌سرپرسته کورنیو، زیانمنو خلکو او ناروغانو د ملاتړ او د هغوی لپاره د مرستو د جلب په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي او د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

د ناستې ګډونوالو د افغانستان د بشري اړتیاوو، د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو او د راتلونکو همکاریو په اړه خپل لیدلوري شریک کړل او د اغېزمنو او دوامدارو همکاریو د پراختیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

افغاني سره میاشت د دېپلوماتیکو او بشري اړیکو له لارې هڅه کوي، څو د افغانستان د زیانمنو خلکو د اړتیاوو لپاره نړیوال ملاتړ راجلب او د بشري خدمتونو د پراختیا زمینه پیاوړې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۸
Background image

کندهار؛ ۴ میلیون افغانی کمک نقدی به ۴۰۰ زن نیازمند توزیع شد

چهارشنبه، ۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، در جریان پنجمین مرحله کمک‌های نقدی، ۴ میلیون افغانی را به ۴۰۰ زن نیازمند در ناحیه نهم شهر کندهار توزیع نمود.

این کمک که با حمایت کمیته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۳:۵۹
Background image

کابل؛ نشست دیپلماتیک هلال‌احمر افغانی در رابطه با نیازهای بشردوستانه و گسترش همکاری‌های بین‌المللی برگزار شد

چهارشنبه، ۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

نشست دیپلماتیکی درباره وضعیت بشردوستانه افغانستان، خدمات بشردوستانه و صحی هلال‌احمر افغانی و تقویت و گسترش بیشتر این خدمات، از سوی هلال‌احمر افغانی، با. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۱۸
Background image

کابل؛ نشست هلال‌احمر افغانی و شرکای کاری درباره کارشیوه جدید برگزار شد

سه‌شنبه، ۲ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

نشستی در رابطه با کارشیوه جدید میان هلال‌احمر افغانی و نمایندگان شرکای کاری در افغانستان، با حضور مولوی روح‌الله عبدالسلام، معاون عملیاتی سکرتر جنرال، و. . .

BACK TO NEWS