کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او کاري شریکانو ترمنځ د نوې کاري شېوې په اړه ناسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۲۸
K

سه‌شنبه، ۲ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او د پلان او پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي عزت‌ الله امین په شتون کې د دې ادارې او په افغانستان کې د کاري شریکانو د استازو ترمنځ د نوې کاري شېوې په اړه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر ښاغلي حسام فیصل او د ډنمارک او ناروې سرو صلیبونو مسؤلینو حضوري ګډون کړی و، په داسې حال کې چې د ترکیې سرې میاشتې او د بریتانیا او فنلنډ سرو صلیبونو مسؤلینو په انلاین بڼه ګډون کړی و.

په ناسته کې د ګډو فعالیتونو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او د کاري پروسې د اغېزمنتیا په موخه پنځه تخنیکي کاري ګروپونه وټاکل شول، چې بشري دېپلوماسي، د ملي ټولنې پراختیا، پېښې، روغتیا او مرستونونه یې برخې دي.

همداراز د یادو کاري ګروپونو لپاره د دندو د لایحو پر جوړولو او په تخنیکي ګروپونو کې د کاري شریکانو د شاملولو په اړه بحث او نظرونه شریک شول.

د ناستې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د نوې کاري شېوې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د دې شېوې په پلي کېدو سره به د افغاني سرې میاشتې او کاري شریکانو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار بهیر لا منظم او اغېزمن شي او د فعالیتونو په ترسره کولو کې به د وخت او امکاناتو مدیریت ښه شي.

نوموړي زیاته کړه چې د تخنیکي کاري ګروپونو جوړول به د بېلابېلو برخو د فعالیتونو په همغږۍ، د مسوولیتونو په روښانه کولو او د ګډو پروګرامونو په اغېزمن پلي کېدو کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر د نوې کاري شېوې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د کاري شریکانو ترمنځ منظمې همغږۍ او ګډ کار ته اړتیا ده، څو بشري فعالیتونه په لا اغېزمنه او منسجمه توګه ترسره شي.

نوموړي وویل چې تخنیکي کاري ګروپونه به د بېلابېلو برخو د فعالیتونو په همغږۍ او د کاري شریکانو ترمنځ د تجربو، معلوماتو او نظریاتو په شریکولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي فیصل د نوې کاري شېوې د بریالي پلي کېدو لپاره د ټولو کاري شریکانو پر ګډې همکارۍ، دوامدارې همغږۍ او روښانه کاري میکانیزمونو هم ټینګار وکړ.

د ناستې په پای کې ګډونوالو د نوې کاري شېوې د عملي کېدو او د تخنیکي کاري ګروپونو د فعالیتونو د پیل لپاره پر راتلونکو ګامونو خبرې وکړې.

افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو ترمنځ د منظمې همغږۍ او ګډ کار د پیاوړتیا له لارې هڅه کوي، څو بشري فعالیتونه په اغېزمن، منسجم او د اړتیاوو له مخې ترسره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۳
Background image

پکتیا؛ ۲۳ میلیون افغانی کمک نقدی به ۱۰۰۰ دهقان آسیب‌دیده از جنگ توزیع شد

دوشنبه، ۲۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، ۲۳ میلیون افغانی کمک نقدی را به ۱۰۰۰ دهقان آسیب‌دیده از جنگ در ولسوالی ځاځي آریوب ولایت پکتیا توزیع نمود.

این کمک که با حمایت کمیته بین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۱۴
Background image

هرات؛ به ۱۳۹ خانوادهٔ عودت‌کننده بسته‌های صحی توزیع شد

یک‌شنبه، ۲۸ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، به ۱۳۹ خانوادهٔ عودت‌کننده در منطقهٔ شیدایی شهر هرات‌، بسته‌های صحی

 توزیع نمود.

بسته‌های صحی یادشده با حمایت فدراسیون بین‌المللی جمعیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۱۹
Background image

کابل؛ ۲۷ رضاکار در شفاخانه قلبی برای اطفال مبتلا به سوراخ قلب ۱۰ هزار سی‌سی خون اهدا کردند

شنبه، ۲۷ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

به ابتکار ریاست جوانان و رضاکاران هلال‌احمر افغانی، ۲۷ رضاکار از مراکز آموزشی دفتر مرکزی، ارزان‌قیمت و خیرخانه‌مینه، به‌منظور تداوی و انجام عملیات جراحی اطفال. . .

BACK TO NEWS