میدان وردګ؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه
شنبه، ۲۲ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په زیبداغ کلي کې له هغې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه، چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیان اوښتی و.
په مرسته کې یوه خېمه، پنځه کمپلې، دوه ترپالونه، د پخلنځي د توکو یو سیټ او د اوبو دوه بوشکې شاملې وې.
دغه مرسته د یادې کورنۍ د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د هغوی بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
