ارزګان؛ د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي لپاره د ۳.۲ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه
پنجشنبه، ۱۳ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په صد مردې سیمه کې د سېلابونو له امله د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه د یوه کانال د استنادي دېوال د جوړولو پروژه پیل شوه.
د دغې پروژې په ترڅ کې به د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي د کانال استنادي دېوال جوړ شي، چې ټولیز لګښت یې ۳.۲ میلیونه افغانۍ دی.
د پروژې له لارې به ۳۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګر پر کار وګومارل شي، چې د سیمې اړمنو خلکو ته به د لنډمهالې کارموندنې زمینه هم برابره شي.
یاده پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلي کېږي او موخه یې د سېلابي اوبو له امله کرنیزو ځمکو ته د اوښتونکو احتمالي زیانونو مخنیوی دی.
