پکتیکا؛ پر ۱۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۸:۵۷
P

چهارشنبه، ۱۲ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۱۵۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ۱۵ زره افغانۍ ترلاسه کړې.

د مرستې اخیستونکو کورنیو له ډلې ۱۱۹۲ کورنۍ د برمل، ۲۰۰ کورنۍ د شکین او ۱۰۸ کورنۍ د تروو ولسوالۍ اوسېدونکې وې.

دغه نغدي مرسته بېځایه شویو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د بېځایه کېدو له امله د رامنځته شویو ستونزو د راکمولو په موخه ورکړل شوه.

افغاني سره میاشت د پېښو او ناورینونو له امله د بېځایه شویو کورنیو لاسنیوی خپل بشري مسؤولیت ګڼي او هڅه کوي، چې د بېړنیو مرستو له لارې د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۷:۲۴
Background image

کندز؛ ۵۰ بیمار پس از تکمیل روند تداوی و بهبودی، به خانه‌های‌شان بازگشتند

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

 ۵۰ بیمار از مرکز نگهداری و تداوی بیماران روانی زون شمال‌شرق هلال‌احمر افغانی در ولایت کندز، پس از تکمیل روند تداوی و بهبودی، طی مراسمی به خانه‌های‌شان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۶:۶
Background image

نورستان؛ ۴۳۰ تخته کمپل به ۸۶ خانواده سیلاب‌زده توزیع شد

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، ۴۳۰ تخته کمپل را به ۸۶ خانواده سیلاب‌زده در شهر پارون، مرکز ولایت نورستان، توزیع نمود.

این کمک که از سوی بانک بین‌المللی افغانستان فراهم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

کابل؛ ورکشاپ ده‌روزه مدیریت پروژه و ارتقای ظرفیت‌های مسلکی پایان یافت

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی ده‌روزه‌ درباره مدیریت پروژه، پروپوزل‌نویسی، نظارت، ارزیابی و پاسخ‌گویی، به ابتکار آمریت پلان‌گذاری این اداره و با حمایت مالی صلیب سرخ دنمارک،. . .

BACK TO NEWS