پنجشېر؛ د کارکوونکو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
چهارشنبه، ۱۴ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د نماینده ګۍ په ریاست کې د ۱۹ کارکوونکو او رضاکارانو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
دغه ورکشاپ، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوی و، ګډونوالو ته پکې د افغاني سرې میاشتې د تاریخچې، اساسي اصولو، بشري ارزښتونو او اړوندو موضوعاتو په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شوه.
همدارنګه، د بشري خدمتونو د وړاندې کولو پر مهال د اساسي اصولو د پلي کېدو، د رضاکارۍ د ارزښتونو د پیاوړتیا او د اغېزمنو بشري خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هم لازمې لارښوونې وشوې.
د دغه ورکشاپ موخه د کارکوونکو او رضاکارانو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د بشري ارزښتونو او اساسي اصولو په اړه د هغوی د پوهې پیاوړتیا او د بشري خدمتونو د لا اغېزمن وړاندې کولو لپاره د اړینو مهارتونو پراختیا وه.
