کابل؛ د ایکو پروژې د نوي پړاو د پیل او تېرو فعالیتونو د ارزونې په اړه ناسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۲۷
K

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په نوښت د هرات، پکتیا، کابل او ننګرهار سیمه ‌ییزو زونونو، د پکتیکا او نیمروز نماینده ګیو د مسؤولینو، روغتیايي کارکوونکو او د پېښو د مدیرانو په ګډون د ایکو پروژې د تېرو اتو میاشتو د فعالیتونو د ارزونې او د نوي پړاو د پیل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.

په ناسته کې راستنېدونکو کډوالو ته د وړاندې شویو خدمتونو، لاسته راوړنو، ننګونو او راتلونکو پلانونو ارزونه وشوه او ګډونوالو د خدمتونو د لا ښه تنظیم، اغېزمنتیا او کیفیت لوړولو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح الله عبدالسلام، د فعالیتونو دوامداره ارزونه د خدمتونو د کیفیت د ښه والي مهم اصل وباله او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخه کې یې د کاري شریکانو له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه.

د روغتیايي خدمتونو رئیس، ډاکټر عبدالله عرفان، وویل چې د ایکو پروژې له لارې راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه، غیر خوراکي توکي او نغدي مرستې وړاندې کېږي او د ارزونې پایلې به د راتلونکي پړاو د خدمتونو د لا اغېزمن تطبیق لپاره وکارول شي.

د نړیوالو اړیکو رئیس ډاکټر ذرخان احمدزي، وویل چې د ایکو پروژې د شلو میاشتو لپاره غځېدل د افغاني سرې میاشتې د اغېزمنو فعالیتونو، د خدمتونو د کیفیت او د کاري ټیم د ژمنتیا څرګندونه کوي.

د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون استازې، آغلې ماري مانریکا، د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې نړیوال فدراسیون به د راستنېدونکو کډوالو او نورو زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ایکو پروژه د اروپايي اتحادیې په مالي ملاتړ، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د ډنمارک او ناروې د سره صلیبونو په همغږۍ، د افغاني سرې میاشتې له لارې پلي کېږي.

افغاني سره میاشت د خپلو کورنیو او نړیوالو کاري شریکانو په همغږۍ هڅه کوي؛ څو د راستنېدونکو کډوالو او نورو اړمنو خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو، بشري مرستو او د ژوند د ښه والي پروګرامونه لا اغېزمن او دوامدار کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی پنج‌روزه استفاده معقول از ادویه برای تیم‌های صحی سیار آغاز شد

شنبه، ۶ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی پنج‌روزه‌ای تحت عنوان "استفاده معقول از ادویه" برای داکتران و فارمسستان تیم‌های صحی سیار، در دفتر مرکزی هلال‌احمر افغانی آغاز شد.

این ورکشاپ که. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۴:۴۲
Background image

سرپل؛ در یک ماه گذشته به مشکلات صحی هزاران بیمار رسیدگی شده است

شنبه، ۶ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت سرپل، برای ۵۱۹۰ بیمار سراپا خدمات صحی از جمله معاینه، توزیع ادویه ضروری،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۲۸
Background image

ارزگان؛ به یک خانواده آسیب‌دیده از آتش‌سوزی، مواد غیرخوراکی مساعدت شد

پنجشنبه، ۴ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی به یک خانواده آسیب‌دیده از آتش‌سوزی در ولایت ارزگان، مواد غیرخوراکی مساعدت نمود.

در این کمک، به‌منظور تأمین نیازهای عاجل خانواده یادشده،. . .

BACK TO NEWS